د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پر خلکو کلک محدودیتونه وضع کړي دي.
په رپوټ کې راغلي د طالبانو ذهنیت بدولون ادعاوو سره سره، دغه ډله تر خپلو ولکۍ لاندې سیموکې خلک دې ته نه پریږدي چې د دوی له کړنو شکایت وکړي یا د ښځو او نجونو حقونو په اړه نظر ورکړي او یا په رسنیو کې خبرې وکړي.
سرچینې ویلي د طالبانو او افغان ځواکونو له لوري له بشري حقونو ناسمه ګټه اخیستنه په دې مانا ده چې امریکا او د افغانستان ملاتړي هیوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې هر ډول هوکړه باید د بشري حقونو تامین ته ژمنه وي.
طالبانو د دې رپوټ په اړه نظر نه دی ورکړی.