که څه هم د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د سياسي هوکړې له لاسليک کيدو نږدې ۴۰ شپې ورځې تيرې شوي دي، خو تر اوسه ددې هوکړې ډيرى برخه لا نه ده عملي شوې.
ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو ور پيژندل، د دولت عالي شورا جوړول او د ملي مصالحې عالي شورا د غړو ټاکل کيدل؛ د هوکړې هغه غټ ټکي دي چې تر اوسه نه دي عملي شوي.
د کابينې پر څوکيو خو له تيرو څه باندې پنځو کلونو راهيسې سرپرستان ناست دي.
عبدالله عبدالله چې بايد د سياسي هوکړې له مخې يې د سولې مشري پر غاړه اخيستې او دا پروسه يې چټکه کړې وايي، په دې برخه کې يې هيڅ د پام وړ کار نه دى کړى.
سياسي کارپوهان خبردارى ورکوي چې اوسنى وضعيت د ملي يووالي حکومت د تکرار څرګندونه کوي، کوم چې به افغانستان ته زياتې ستونزې وزيږوي.
که څه هم له دې وړاندې ارګ او سپيدار ماڼيو ويلي چې سياسي هوکړه به په هر اړخيز ډول عملي کيږي، خو اوس په دې اړه څه نه وايي.
عام افغانان وايي سياسي مشران بايد د هيواد شته امنيتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو سره د سولې ټينګښت او اقتصاد ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه اخيستي وايي، خو دوي بياهم په سياسي لانجو کې پټ دي.