د امريکا بهرنيو چارو وزارت په خپل کلني رپوټ افغانستان په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړنى قرباني بللى دى.
په رپوټ کې ويل شوي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ څه باندې ۳٦ سلنه قربانيان د افغانستان وګړي دي.
په دې رپوټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د تيرکال په پرتله د ترهګرۍ پيښې ۳۵ سلنه زياتې شوي دي.
په دې توګه افغانستان په پرلپسې توګه د څو کلونو لپاره هغه هيواد ياد شو چې د ترهګرۍ زياتې پيښې پکې کيږي او خلک يې تر بل هر هيواد زيات دغو پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. امريکا ويلي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱٦۱۸ تنه ولسي افغانان په ترهګرۍ پيښو کې وژل شوي او ۴۹۵۰ تنه نور پکې ټپيان شوي دي.
رپوټ ويلي که څه هم دغه کال کې ترهګرۍ پيښې ۳۵ سلنه زياتې شوي، خو ددې پيښو تلفاتو کې بيا څلور سلنه کموالى هم ليدل کيږي.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون هم په دې اړه انديښنه څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تيره اونۍ په تيرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اونۍ ياده کړه.