په کندز ولايت کې يو ۱۳ کلن ماشوم چې طالبانو ځانمرګي بريد ته چمتو کړى و، ځان پوليسو ته وسپاره.
دغه ماشوم سيد مختار نوميږي او د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسيدونکى دى.
هغه پوليسو ته د خپل ژوند کيسه کې ويلي چې پلار يې د افغان ځواکونو د کومانډو سرتيرى و، چې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له لوري ووژل شو.
د سيد مختار په وينا طالبان يوه شپه د دوى کور ته ور واوښتل مور او پلار يې ور ووژل او هغه يې له دوو وروڼو او دوو خويندو سره ژوندي يوړل.
د کندز د پوليسو وياند هجرت الله، اکبري د ماشوم له خولي ويلي چې سيد مختار تيرو پنځو کلونو کې د کندز چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګو او ماين جوړونې له مسؤل مولوي مصطفى سره و.
د هغه دوو وروڼو لا پخوا په کابل کې ځانمرګي بريدونه کړي او د خويندو يې هيڅ درک نه دى معلوم.
مختار ويلي هغه د ځانمرګي بريد لپاره د کندز ښار ته استول شوى و، خو ده د چاديدونکو توکو واسکټ سيند ته ځورځولى او ځان يې پوليسو ته سپارلى دى.
هغه له دولته غوښتي چې د هغه ساتنه او پالنه وکړي.
که څه هم د سيد مختار ژوند بوږنوونکش او له ترخو کيسو او خاطرو ډک دى، خو داسې پيښې د افغانستان په هرګوټ کې ترسره شوي او د جنګ د سيمې د هر ماشوم کيسه ده.