په داسې حال کې چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو پيليدل يو ځل بيا د ژبو پر سر دي، طالبانو پر افغان حکومتي ځواکون خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.
تيره شپه لږ تر لږه ۷ ولايتونو کې د افغانا ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. پرون شپه په بادغيس کې د امنيتي ځواکونو ۱۰ سرتيري، په کندز کې ۹ سرتيري او لوګر کې ۴ سرتيري د طالبانو د بريدونو په پايله کې وژل شوي دي.
ځيني کارپوهان وايي چې طالبان د جګړې اور په تودولو سره د سولې ميز کې د زياتو امتيازونو ترلاسه کولو په هڅه کې دي. د يادولو ده چې دې نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقيقه شميره يې نه ده معلومه.
د امنيتي ځواکونو د تلفاتو ترڅنګ، ملکي وګړي هم ددې زور ازموينې قرباني ورکوي. همدا پرون مازديګر د جوزجان ولايت مرديان ولسوالۍ کې ٦ تنه ملکي وګړي د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
داسې حال کې چې د کارپوهانو په باور دا ټولې وژنې د سولې خبرو کې د لاس بري کولو په موخه کيږي، خو معلومه نه ده چې دا خبرې به په نږدې راتلونکي کې وشي که نه.