تمه شته چې تر راتلونکې يوې اونۍ پورې د افغاناتو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پيل شي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ويلي دا خبرې د راتلونکې جولاى په مياشت کې په دوحه کې د قطر تر نظر لاندې پيليږي.
دغه قطري چارواکي ويلي چې قطر د طرحو او وړانديزونو په ورکولو سره د دواړو غاړو نظرونو نږدې کولو کې اساسي رول لري.
په همدې حال کې، ولسمشر غني د کاناډا ټډ ټاکس بنسټ سره په ويډيويي خبرو کې ويلي چې طالبان د افغاني ټولنې د واقعيت يوه برخه ده او نشي کيداى چې هغه په زور له مخې لرې شي. غني همداشان ټينګار کړى چې طالبان هم نشي کولى چې د افغانستان امنيتي ځواکونه او د خلکو ارادې له پامه وغورځوي.
غني زياته کړې چې د افغانانو ترمنځ مستقيمو خبرو لپاره د طالب زندانيانو خلاصون به هم دوام لري. ولسمشر غني د بهرنيو ځواکونو وتلو په اړه ويلي له افغانستانه د امريکايي ځواکنو د وتلو هر ډول مهالويش د منلو دى، خو امريکا بايد د هغه پايلې ته منتظره ووسي.
هغه ويلي: ” پوښتنه دا نه ده چې موږ ته څه پيښيږي، د ترهګرو روانو ګواښونو ته په کتو سره، امريکا بايد په پام کې ولري چې هغې ته به څه ور پيښ شي.”
دا په داسې حال کې دي چې وروستيو څو ورځو کې پر افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه هم زيات شوي دي.
بله خوا د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن چهارشنبه ويلي چې ولسمشر غني، د مصالحې عالي شورا له مشر، عبدالله عبدالله سره لیدلي او دواړو لورو د سولې بهیر، پر راتلونکو ګامونو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر چمتوالي خبرې کړې دي.