په جوزجان ولايت کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې په نتيجه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د شاهين قول اردو د اعلاميې له مخې دا چاودنه پرون مازديګر د جوزجان ولايت مرديان ولسوالۍ فروک کلي کې د ملکي خلکو يوې ريکشې پسې شوې ده.
په چاودنه کې شږ تنه وژل شوي او يو کس ټپي شوى دى.