د ارګ او سپيدار ماڼيو ترمنځ د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ څرنګوالي پر سر اختلافونه ددې لامل شوي چې د کابينې د نويو غړو د ټاکلو بهير وځنډيږي.
ځيني سرچينې وايې چې د ارګ او سپيدار ترمنځ شوې هوکړې، د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ نوعيت نه دى مشخص کړى، نو له همدې امله ولسمشر غني يوازې دې ته چمتو دى چې ښاغلي دوستم ته د مارشال پوځي رتبې پر ځاى يوه افتخاري د مارشالۍ رتبه ورکړي.
د ولسمشر دغه دريځ د سپيدار ماڼۍ او د ملي جنبش ګوند له مخالفت سره مخ شوى او د ثبات او همپالنې ټيم له خوا د نوماند وزيرانو د معرفي کيدو بهير يې ځنډولى دى.
سپيدار ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د مقابل لوري د نوماند وزيرانو نوملړ ژر وړاندې کولو باندې ټينګار لري.
د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له سياسي هوکړې شاوخوا پنځه اونۍ تيرې شوې، خو تر اوسه د نوې کابينې هيڅ نوماند وزير ولسي جرګې ته د رايې اخيستلو لپاره نه دى ور معرفي شوى.
د عبدالله ډلې غړى عبدالله قرلق يک تلويزيون ته وويل چې د دوى د نوماند وزيرانو نوملړ وروستى شوى دى. که څه هم دغه ټيم کې د خپلمنځي اختلافونو خبره هم کيږي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي دوي د نوماند وزيرانو نوملړ ته په تمه دي، تر څو ولسي جرګې ته يې معرفي کړي.
د عبدالله او اشرف غني ترمنځ شوې هوکړه کې د کابينې د څوکيو پنځوس – پنځوس نيمولو باندې هوکړه شوې ده.
ولسمشر غني تر اوسه له خپلې غاړې دولس نوماند او سرپرست وزيران ګمارلي دي، خو د عبدالله له لوري تر اوسه کوم کس نه دى معرفي شوى.