د عامې روغتيا وزارت يو تن کارکوونکى د ۸۰ زره دالرو بډې اخيستنې په تور ونيول شو.
لويې څارنوالۍ ويلي چې دعه کس د بډې اخيستنې پرمهال د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څانګې له لوري نيول شوى دى.
د لويې څارنوالۍ وياند، جمشيد رسولي ويلي يو شرکت د ملي تدارکاتو له لوري ۳۰۰ زرو محافظتي کيټونو جوړولو ګټونکى شوى و او د قرارداد له مخې يې ټول مسؤليتونه ترسره کړي او محافظتي کيټونه يې د روغتيا وزارت زيرمو ته انتقال کړي و، خو د دغو زيرمو يوه کارکوونکي د شرکت قانوني چارو ترسره کولو لپاره د بډې غوښتنه کړې وه، چې نن ونيول شو.