د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسليک کيدو وروسته افغانستان کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.
د دغو وژنو ډيريدل ژورې انديښنې را ولاړې کړي دي؛ په ځانګړي ډول داسې حال کې چې ټولې مخالفې ډلې د دغو وژنو د مسؤليت له منلو ډډه کوي.
کابل کې د ديني عالمانو اياز نيازي او عزيزالله مفلح ترور، پروان کې د ملي امنيت د يوه غړي وژل کيدل، کاپيسا کې د يوه قاضي په نښه کول او د کابل دهمزنک کې د يوه پوليس ويشتل د دغو مرموزو وژنو غټې بيلګې دي.
افغان امنيتي چارواکي په دې بريدونو کې طالبان پړه بولي او وايي چې طالبانو دغو پيښو لپاره مناسب بستر جوړ کړى دى.
يو شمير هيوادوال بيا دا ټولې پيښې د امنيتي بنسټونو د کشفي او استخباراتي ناتوانۍ له امله بولي.
د همدې پيښو په غبرګون کې اوس تازه د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار د دويمې، دريمې، نولسمې او پنځلسمې امنيتي حوزو امرين بدل کړي دي.
ځيني پوځي کارپوهان وايي کابل ښار کې يو شمير خطرناکو شبکو فعاليت پيل کړى او امنيتي بنسټونو ته په کار دي چې د ترور طرحې کشف او شنډې کړي.
هدفي وژنې،ترهګرد دې ترڅنګ، په وروسنيو اونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.