امنيتي چارواکي وايي په بلخ او کندز ولايتونو کې ۱۵ تنه سرتيري د طالبانو د بريدونو په پايله کې وژل شوي دي.
د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد ويلي طالبانو تيره شپه شاوخوا دولس بجې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ پياز کار سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو “سبزي کار” نومي پوستې باندې بريد وکړ چې تر شاوخوا دوو بجو پورې يې دوام وکړ. په دې بريد کې د سيمه ييزو پوليسو ٦ تنه سرتيري وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
ښاغلي فرهاد ويلي چې دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله ور اوښتې ده، خو دقيقه شميره يې نه ده معلومه.
يوې بلې امنيتي سرچينې بيا د نوم نه ښودلو په شرط يک تلويزيون ته ويلي چې طالبانو د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ بابه يوسف کلي کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى چې، پايله کې يې د يوه قومندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ٦ تنه طالبانو له ځان سره وړي دي.
همداشان د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې هم د طالبانو ډلييز بريد په نتيجه کې ۹ تنه حکومت پلوي سرتيري وژل شوي او ۳نور يې ټپيان شوي دي.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي دا پيښه منلې ده. بله خوا، د بلخ ولايت دولت اباد ولسوالۍ کې بيا د ۸ تنو طالب وسله والو د وژل کيدو او د ۵ نورو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوى دى.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو نن په په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا وسله وال تيره شپه له هغه وروسته ووژل شول چې غوښتل يې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي.
د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسليک کيدو وروسته تمه وه چې هيواد کې به د تاوتريخوالي کچه کمه شي، خو ښکاري چې طالبانو پر افغان ځواکونو بريدونه نه دي کم کړي.