د فاریاب ولایت د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي، ددغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله د دوو کورنیو ۱۲ غړي وژل شوي دي.
د صبغت الله سیلاب له قوله، برید هغه وخت رامنځته شوی کله چې وسله والو طالبانو غوښتل په ګرزیوان ولسوالۍ برید وکړي.
د صبغت الله سیلاب زیاتوي چې، برید د غلطو کوردیناتو له امله رامنځته شوی چې له امله یې د ولسي وګړو دوه کورونه بمبار شوي چې په پایله کې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د نوموي له قوله، په وژل شویو کسانو کې ۸ تنه ماشومان دي چې عمرونه یې د ۷ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي.
بلخوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې، افغان ځواکونو تېره شپه په ګرزیوان ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د فراه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب وایي، نن یک شنبه د فراه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا په سرک د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له د ښځو او ماشومانو په شمول ۶ ولسي وګړي وژل شوي.