د امريکا د ملي امنيت پخوانى سلاکار، جان بولټن په خپل نوي کتاب کې له ځينو رازونو پرده پورته کړې ده.
که څه هم د کتاب بشپړ خپريدو ته يوه ورځ پاتې ده، خو له وړاندې، نه يوازې امريکا کې، بلکې نورو هيوادونو کې هم تودې خبرې پرې کيږي.
ددې کتاب يوه برخه کې راغلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ۲۰۱۷ کې په کراتو افغانستان لپاره خپله ستراتيژي ناکامه بللې او له افغانستانه د ټولو ځواکونو پر بيړنى ايستلو يې ټينګار کړى دى.
د کتاب ډيرى برخه د ټرامپ شخصيت او د ايران، روسي او چين پر وړاندې د امريکا سياستونو پورې څرخي، خو افغانستان يې هم له قلمه نه دى غورځولى.
بولټن ويلي هغه او د ترمپ نور سلاکاران به هميشه ټولو ليدنو کې د ټرمپ خولې ته انديښمن وو، چې داسې نه چې له خولې نه يې د خجالت او انديښنې وړ خبرې ووځي.
په کتاب کې راغلي چې ټرمپ واک ته له رسيدو سره سم له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په لټه کې و.
د بولټن په وينا فساد او د امريکا له مرستو نا سمه ګټه اخيستنه هغه څه و چې ټرمپ يې دې پريکړې ته اړ کړى و.
جان بولټن چې په خپل کتاب کې يې ۱۷ ځلې د ولسمشر غني نوم ياد کړى وايي چې ټرمپ به اکثره وخت حامد کرزى د اشرف غني پر ځاى ياداوه.
بولټن ويلي هغه مهال چې دى د ملي امنيت سلاکار و، زلمى خليلزاد ده ته ورغلى او د لارښوونې غوښتنه يې کړې ده. خليلزاد ده سره ليدنه کې ويلي چې يو شمير طالبان غواړي امريکا سره د سولې خبرې پيل کړى، خو بولتن ويلي نورو ليدنو ته اړتيا نشته.
اوس معلومه شي چې ددې کتاب په بشپړ خپريدو سره به نور کوم رازونه افشا کيږي.