افغانستان لپاره د ملګرو ملتون ځانګړې استازې، ميرمن ديبرا لاينز په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره ليدلي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يونما ويلي چې ميرمن په ليدنه کې پر عادلانه او ټولګډونه سولې باندې ټينګار کړى دى.
طالبانو هم د ميرمن لاينز او ملا برادر ليدنه منلې ده. د طالبانو سياسي وياند، سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي چې ميرمن لاينز له ملا برادر سره د پاتې بنديانو پر خلاصون او بين الافغاني خبېو پر پيليدو خبرې کړي دي.
د يونما د معلوماتو له مخې ميرمن لاينز همداشان د تاوتريخوالي پر روان بهير،د بنديانو خلاصون، د سولې بهير او دغه بهير کې د ميرمنو او لګکيو پر ګډون غږيدلې ده.
بله خوا، با خبرې سرچينې يک تلويزيون ته ويلي د هغو ۳۰ تنو طالب بنديانو له ډلې چې طالبانو يې پر خوشې کيدو ټينګار کاوه، ۲۸ تنه يې چې ۱٦ قومندانان هم پکې دي، د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د بين الافغاني خبرو د پيليدو نيټه نه ده معلومه شوې. ښاي لامل يې داوي چې د حکومت او طالبتنو ترمنځ د بنديانو د خلاصون بهير نه دى بشپړ شوى او طالبانو د خپلو بريدونو کچه هم زياته کړې ده.