د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي تيره اونۍ په تيرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اونۍ وه.
د دغې شورا وياند جاويد فيصل ويلي طالبانو په دغه اونۍ کې د هيواد په ۳۲ ولايتونو کې ۴۲۲ بريدونه کړي دي.
د فيصل په وينا د دغو بريدونو په نتيجه کې د افغان امنيتي ځواکونو ۲۹۱ سرتيري وژل شوي او ۵۵۰ نور يې ټپيان شوي دي.
د جاوي فيصل په وينا طالبانو د تاتريخوالي د کمولو ژمنه کړې ده، خو دا هسې يوه بې مانا ژمنه ده.
د يادولو ده چې پرون د ناټو ملکي سفير سټيفانو هم يک تلويزيون سره مرکه کې وويل چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي دا کچه دوى ته د منلو نه ده.