وسله والو طالباتو بيګاه شپه شاوخوا لس بجې په تخار ولايت کې پر يوې پوستې بريد کړى چې پايله کې يې لس تنه د سيمه ييزو پوليسو سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيات دي.
سرچينې ويلي چې طالبانو دغه بريد د لايزري وسلو په مرسته د ښاري حوزي اړوند ګذ صفکان سيمه کې پشتيک پوستې باندې کړى دى.
يوې معتبرې سرچينې يک تلويزيون ته ويلي چې د پيښې قربانيان ټول د اصل الدين نومي قومندان اړوند کسان دي.
په دې بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شميره يې نه ده معلومه.