د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، وسله والو طالبانو نن یک شنبه سهار شاوخوا ۵:۰۰ بجې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار برید کړی، خو برید د امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی.
نصرت رحیمي وایي، دامګرې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره دي او تراوسه درې وسله وال وژل شوي، دوه تنه یې ژوندي نیول شوي او ۵ نور ټپیان دي.
نصرت رحیمي وايي، په سیمه کې چاڼیز علملیات دوام لري او په خبره یې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ورته مهال وسله والو طالبانو په پلخمري ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځینې پوستو او ددغه ښار د ځینو برخو د نیولو ادعا کړې ده.
دې ته ورته د بغلان ولایت د ولایتي شورا رییس صفدر محسني وایي، وسله والو طالبانو د پلخمري ښار په ځینو برخو کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او زیاتوي چې دمګرې ددغه ولایت له مرکز څخه دکیلو متر په واټن کې جګړه دوام لري.