د امريکا د پوځ مشر، کيت مک کِنزي ويلي امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمير هغې کچې ته رسولى چې طالبانو سره پرې هوکړه شوې ده.
د امريکا او طالبانو د تړون له مخې امريکا بايد د خپلو ځواکونو ايستلو لومړي پړاو کې د سرتيرو شمير ۸٦۰۰ تنو ته کم کړي.
په داسې حال کې چې په هوکړه کې ټاکل شوې نيټې ته ۲۵ ورځې نورې هم پاتې دي، امريکا وايي سرتيري يې يادې شوې کچې ته کم کړي دي.
دغه امريکايي چارواکي ټينګار کړى چې د پاتې امريکايي سرتيرو ايستل د افغانستان وضعې پورې اړه لري.
بله خوا د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزيرانو د دويمې ورځې پاى کې اعلان وکړ چې افغانستان اوس تر بل هر وخت د افغانانو خپلمنځي خبرو ته نږدې شوى دى.