افغانستان کې يو شمير روغتياپالان د دګزاميتازون ګوليو ناسمې کارونې ته انديښمن دي.
دا ګولۍ اوس تازه په بريټانيا کې د کرونا سختو ناروغانو درملنې لپاره ګتور بلل شوي دي. کابل کې درمل پلورونکي وايي له هغه وروسته چې دا درمل کرونا لپاره ګټور اعلان شوى، پلور يې په بې ساري ډول زيات شوى دى.
دوى وايي که چيرې دا ګولۍ په خپل سر او د ډاکټر له مشورې پرته استعمال شي، د زياتو جانبي عوارضو حتا د مرګ سبب هم کيداى شي.
د عامې روغتيا وزارت وايي د تيرې شپې او ورځې په بهير کې ۳۴٦ تنه تازه پر کرونا اخته شوي او ۳۰۲ تنه نور ترې روغ شوي دي.
خو يو شمير کسان وايي د تازه ناروغانو شمير له دې امله کم دي چې د ناروغۍ د تشحيص کيټونه خلاص شوي دي.
بله خوا د عامې روغتيا وزارت سرپرست نن په هرات ولايت کې د يوې ناستې پر مهال وويل چې کيداي شي تر رتلونکو دوو مياشتو پورې پهړهيواد کې ددغې ناروغۍ ژور اوبه شي.