د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي په پکتيکا کې ۲۹ تنو وسله والو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې پر ملي امنيتي ځواکونو يې بريد وکړ.
غه قول اردو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبانو بيګاه شپه ناوخته د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ اړوند په مارزکو سيمه کې په ملي امنيتي ځواکونو بريد وکړ، چې د ملي امنيتي ځواکونو له خوا د هوايي ځواکونو په ملاتړ له سخت غبرګون سر مخ او په شا وتمبول شو.
اعلاميه وايي چې په دغه بريد کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه مرګوني ټپيان شوي دي او يو جسد، ۲۲ موټر سايکلونه او يو شمير مهمات هم د ملي امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په یاده نښته کې د ملي امنيتي ځواکونو يو تن سرتيرى وژل شوى او دوه نور ټبيان شوي دي.