رويټرز خبري اژانس په يوه رپوټ کې ويلي چې ځيني لويديځ ځواکونه د سلګونه هغو طالب زندانيانو نه خوشې کيدو کې چې خونړيو ترهګريزو بريدونو کې لاس لري، د افغان حکومت د دريځ ملاتړ کوي.
دغه اژانس د غربي هيوادونو يو شمير ديپلوماتانو په ګدون د پنځو سرچينو له خولې ليکلي چې د هغو زندانيانو خوشې کيدل چې پر لږکيو باندې خونړيو بريدونو کې لاس لري، له سرې کرښې د اوښتو په مانا ده.
غربي سرچينو انديښنه ښودلې چې ددغو زندانيانو خوشې کيدل به شورشيانو ته د جګړې ډګر او د خپرو ميز کې لا امتيازونه ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون کې د پنځه زرو طالب زندانيانو پر خوشې کيدو هوکړه شوې ده.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د ليست پر اساس له دريو زرو زيات زندانيان ازاد کړي دي.