په افغانستان کې د کرونا ويروس په خپريدو سره د کابل ښار تابوت جوړوونکي وايي د تابوت خرڅلاو يې د پخوا په پرتله زيات شوى دى. .
دوى وايي هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ پوري تابوتونه د کرونا ويروس له امله د مړو انتقال لپاره جوړوي. قلم ګل چې د کابل ښار يوه څنډه کې له تيرو ۷ کلونو راهيسې د تابوتونو کاروبار کوي، زموږ خبريالې، نرګس هورخش ته خبرو کې وويل چې له هغه وروسته چې کرونا افغانستان ته راغلې، کاروبار يې ښه شوى دى.
د قلم ګل په وينا حتا هغو وختونو کې چې کابل کې د ترهګريزو بريدونو اوج و هم، تر دې کچې تابوتونه نه پلورل کيدل.
هغه وويل داسې ورځ هم وي چې تر ۳۰ زيات تابوتونه د کرونا قربانيانو لپاره جوړوي.
د ښار په يو بله څنډه د اميد ښارګوټي په هديره کې، ويل کيږي چې په شپه او ورځ کې د کرونا د مړو لسګونه جسدونه پکې خښيږي.
د سيمې خلک وايي دلته ډيرى مړي د شپې په تياره کې خښولو لپاره ور وړل کيږي، ځکه د دوى په باور ډىرى خلک دا نه په ډاګه کوي چې کني د کورنۍ غړي يې د کرونا له امله مړه شوي دي. دکابل يو شمير توسيدونکي د کرونا ويروس له امله د مړو شمير تر هغه ډير لوړ بولي چې حکومت يې اعلانوي.
د عامې روغتيا وزارت د شميرو له مخې تر اوسه ټول هيواد کې د کرونا د ۲۷۵۳۲ ناروغانو له ډلې، ۵۴٦ تنه يې مړه شوي دي.