د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس تيره يوه شپه او ورځ کې ۴۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
همداشان په دغه موده کې له ۱۵۰۰ زيات کسان بيا له دغې ناروغۍ نه ښه شوي هم دي.
روغتيا وزارت نن پنجشنبه اعلان وکړ چې له تيرې ورځې راهيسې د څه باندې ٦۵۰ کسانو د کرونا د ازموينې پايلې مثبتې وتلي دي.
له دې شميرو ښکاري چې د تير په پرتله د کرونا ويروس د ناروغانو مړينه او د ښه کيد ګراف دواړه اوچت شوي دي.
د شميرو له مخې تر اوسه ټول هيواد کې د کرونا د ټولو ۲۷۵۰۰ ناروغانو له ډلې نږدې ۸ زره تنه يې بيرته ښه شوي دي.
په داسې حال کې چې ډيرى افغانان پر حکومت له دې امله نيوکې کوي چې کني د دغې ناروغي مهارولو کې پاتې راغلى او دې برخه کې ډيرى پيسې د يو شمير چارواکو له خوا غلا شوي دي.
د ولسي جرګې غړو هم پرون د روان مالي کال بودجې تعديل لپاره د حکومت طرحه د رايو په اکثريت سره رد کړه. هغه هم کرونا لپاره د ځانګړو شوو پيسو لګښت کې د شفافيت نشتون له امله.