د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې پر شاګردانو چاودنه شوې ده.
دا پيښه د يوه راکټ سرګلولې چاودنې له امله شوې ده.
د تحار د پوليسو وياند، خليل اسير ويلي په دې چاودنه کې اته تنه شاګردان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د اسير په وينا چاودنه هغه مهال شوې چې د مدرسې شاګردانو غوښتل د راکټ سرګلوله مدرسې ته د ننه کړي.