د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي طالبانو په هغه کچه چې تمه کيده، تاوتريخوالى کم نه کړ.
سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي چې تاوتريخوالى کم کړي او د افغانانو ترمنځ خبرو کې په رغوونکي ډول برخه واخلي.
هغه دا خبرې نن په بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو د غونډې د لومړۍ ورځې په پاى کې کړي دي. د ناټو عمومي منشي همداشان ويلي طالبان بايد هغه شان چې امريکا سره يې هوکړه کړې، له القاعده ډلې سره اړيکې پرې کړي.
ده زياته کړې چې ناټو هغه مهال له افغانستانه وځي چې مناسب شرايط او وخت رامنځته شي. ينس سټولټنبرګ فساد او طالبانو او القاعده ترمنځ اړيکو په هکله د يک تلويزيون پوښتنې په ځواب کې وويل: ” فساد په افغانستان کې يوه عمده ستونزه ده. د ناټو هڅه داده چې مرسته وکړي افغانستان کې فساد سره مبارزه وشي. د ناټو هڅې نبايد د فساد له امله ضايعه شي. موږ په افغانستان کې د سولې ملاتړ لپاره د خپل حضور تعديل په حال کې يو او خپلو متحدانو سره نږدې همغږۍ سره به د پوځي ځواکونو شمير کې لا تعديل په پام کې ونيسو.”
د ناټو مشر همدا راز ټينګار کړى چې طالبان بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او بين الافغاني خبرو کې ګډون سره د پايدارې سولې لپاره مصالحه وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې ويل کيږي نږدې راتلونکې کې به په قطر کې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ ناسته وشي.