ولسمشر غني د ماليې وزارت ٦۸ تنه لوړپوړي غړي چې معينان او د ولايتونو د ګمرکونو مشران هم پکې راځي، ممنو الخروج اعلان کړي دي.
تر اوسه پر دغو کسانو لګيدلي تورونه نه دي معلوم شوي او هيڅ حکومتي سرچينه هم دې ته تيار نه دي چې په دې اړه معلومات ورکړي.
په دې نوملړ کې لاندې لوړپوړي چارواکي شامل دي:
د ماليې وزارت مقام د دفتر مشر، ساجد تقوا
اداري معين، محمد اسماعیل رحیمي مال
ي معين، حبیب ځدران د ع
وايدو او ګمکرکونو معين عیسی قدرت
همداشان د لاندې ولايتونو د ګمرکونو مشران هم په ليست کې شته:
د کابل د ګمرک مشر وهاب همت
د هرات د ګمرک رييس حمدالله همدرد
د کندهار د ګمرک رييس، جاوید منگل
د نيمروز د ګمرک رييس محمد عارف امیري
د بلخ د ګمرک رييس عبدالله بیان
د اندخوي – فارياب د ګمرک رييس جواد حسین زاده
د فراه د ګمرک رييس، منصور حکیمی
د کندز د ګمرک رييس محجوب خان
او د خوست د ګمرک رييس، حمید نیازی د ي
د يادولو وړ ده چې د ماليې وزارت وايي د ټولنيزو رسنيو له لارې له دې موضوع خبر شوى دى. همداشان د هيواد لويه څارنوالي چې د افرادو ممنوع الخروج کول د عدلي او قضايي ارګانونو صلاحيت دي، په دې اړه څه نه دي ويلي.