په ایران کې د افغان کډوال څيړونکي او اديب استاد نجیب مایل هروي زوی، شهاب په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مخې ته، ځان ته اور ورته کړی دی.
ددې پيښې علت د نجيب مايل د کډوالۍ موضوع ته نه رسيدنه بلل شوې ده.
شهاب مايل رسنيو سره خبرو کې ويلي چې هغه نږدې يوه مياشت وړاندې ځان سوځولى او له درې ورځو راهيسې کور ته ليږدول شوى دى.
د هغه په خبره ايراني چارواکو ورته ګواښ کړى و چې د خپل پلار لپاره عدالت غوښتنه ونه کړي.
د ايران د کلتور وزارت ددې خبر له خپريدو څو ساعته وروسته ويلي چې د ښاغلي نجيب مايل د تابعيت منلو موضوع تاييد شوې او اوس وروستي قانوني مراحل تيروي.
افغان څيړونکى او ليکوال چې په اصل کې د هرات ولايت دى او ايرانۍ ميرمن لري، له تيرې نيمې پيړۍ راهيسې ايران کې ژوند کوي.
هغه د فارسي ادبياتو او اسلامي عرفان په اړه لسګونه ټوکه کتابونه او مقالې ليکلي دي.