د سره صلیب نړیوالې کميټې ويلي افغانستان کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د خپریدو پر مهال د روغتیاپالو او روغتيايي مرکزونو پر ضد د بریدونو او تاوتريخوالو زياتيدل د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دى.
دغې کميټې نن چهارشنبه رسنیو ته استولي بیان کې ویلي چې د کرونا ويروس د وبا پر مهال افغانان له بل هر وخت روغتیايي مرکزونو ته ډېره اړتیا لري.
په اعلاميه کې ويل شوي: ” د تاوتریخوالي ډیریدل او د روغتیا ساتنې مرکزونو پر ضد قصدي بریدونه یې دې مرکزونو ته د تګ مخه نیسي. د کوویډ ۱۹ د خپریدو پر مهال روغتیا څارنې ته د میلیونونو افغانانو لاسرسی چې له هر بل مهاله ورته ډیره اړتیا لري کم کړی”.
افغانستان لپاره د سره صلیب مشر خوان پیډرو سکاریر ويلي په افغانستان کې وروستي کړکیچ دوی ته سخته اندېښنه پیدا کړې ده.
نوموړی زیاته کړې: “په فبروري او مارچ میاشتو کې د تاوتریخوالي د کمیدو له امله یو څه تمه پيدا شوه، خو اوس موږ بیا د تاوتریخوالي شاهدان یو. د ملکي وګړو د تلفاتو شمیر مخ په زیاتیدو دی؛ په داسې حال کې چې دغه هیواد له کوویډ ۱۹ سره هم په مبارزې لګیا دی”.
د دې اعلامیې له مخې د افغانستان روغتیايي سیستم هم د نورو جګړه ځپلو هېوادونو په څېر له خپلې وړتیا ډېر فعالیت کوي، جنګي سیمو کې روغتیايي خدمتونه کم دي او ستونزې هم لري چې اوس کرونا ستونزه هم ور زیاته شوې ده.
دا څرګندونې له هغه وروسته کيږي چې تيره مياشت د کابل دشت برچي د یوه روغتون پر زېږنتون وسله وال بريد وشو چې ۲۴ کسان په کې ووژل شول.
دغه زیږنتون د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ له خوا حمایه کېده او یوازې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶ زره کوچنیان دغه روغتون کي زېږېدلي وو.