د طالبانو مشران د بین الافغاني خبرو په درشل کې ددې ډلې مذکراتي ټیم کې د بدلون او حتی د نوي ټيم جوړیدو په اړه خبرې کوي.
د طالبانو یوه غړي چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي ډیلي ټایمز ته ویلي داسې وړاندیز شوی چې د طالبانو مشرتابه ډلې نه یو نوی ټیم جوړ شي او دا ټیم به د طالبانو مشرتابه د مستقمې څارنې لاندې وي.
د طالبانو دې غړي ویلي چې بل وړاندیز دادی چې نوي غړي دې پخواني ټيم ته ور وپيژندل شي ترڅو ټیم د چا تر نفود او اغیز لاندې نه وي.
سرچينې ويلي چې تر اوسه په دې اړه کومه پريکړه نه ده شوې او هیلې دادي چې دغه وړاندیز باندې په راتلونکو ورځو کې د رهبرۍ شورا کې خبرې وشي.
راپوټ کې همداشان راغلي چې امیرخان متقي، مولوي جان محمد مدني، ضیاالرحمن مدني او شیخ سید رسول د طالبانو مشرتابه لخوا د مذاکرې له ټیم څخه او همدا راز ډاکټر صالح، منیر سعادت، جهانګیروال تو عبید عابد قاضي سیدا جان د قطر سیاسي دفتر څخه لرې کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې د بين الافغاني خبرو د پيليدو رپوټونه هم خپاره شوي دي.