وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ بالاحصار کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى چې نتيجه کې يې شپږ سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو دغه بريد د سرتيرو له کلک مقاومت ورورسته په شا و تمبول شو او طالبانو ته پکې درانه تلفات ور واوښتل.
د طالب او تمريکا ترمنځ د سولې له تړون وروسته تمه وه چې طالبان به جګړه کمه کړي، خو دوى لاهم د افغانستان امنيتي ځواکونه په پراخه کچه په نښه کوي.