د افغانستان، روسيې او امريکا استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د بين الافغاني خبرو اجنډا کې د اوربند پر شتون ټينګار کړى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د روسې او امريکا ځانګړو استازو ضمير کابلوف او زلمي خليلزاد پرون له حنيف اتمر سره د يوه ويډيو کنفرانس په ترڅ کې همداشان پر دې ټينګار کړى چې تاوتريخوالى کم شي او بين الافغاني خبرې ژر پيل شي.
سرچينه وايي د کنفرانس ګډونوالو همدا راز د افغانانو پر مالکيت سولې د بهير او د تيرو نولسو کلونو لاسته راوړنو د ساتلو هوډ کړى دى.
تاوتريخوالي کې د پام وړ کمولى يا دايمي او پراخ اوربند او د دواړو لوريو مرکچي پلاوو ترمنځ لومړنۍ ناستې باندې ټينګار ددغې ناستې مهمې برخې بلل شوي دي.
دوى په راتلونکي کې د خپلو ناستو د دوام خبر هم ورکړى دى.
وروستيو څو اونيو کې د افغان سولې لپاره زياتې هيلې پيدا شوي دي.