کندز ښار کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ددغه ولایت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني په شمول لس تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، پرون شنبه مازدیګر شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کندز ښار کې ددغه ولایت د امنیه قومندان خبریالانو ته خبرې کولې چې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې لس تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني د مړینې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د نوموړي مړینه تایید کړې ده.
د ځینو ناتایید شویو ریپوټونو له مخې، بریدګر د خبریال په لباس کې سیمې ته داخل شوی او ځانته یې چاودنه ورکړی او زیاتوي چې په چاودنه کې امنیه قومندان هم ټپی دی خو روغتیایي وضعیت یې ښه دی.
نصرت رحيمي وايي، افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په کندز ښار کې کوڅه په کوڅه چاڼيز عمليات ترسره کړي چې اوس مهال وضعيت په بشپړ ډول نارمل دی او زياتوي چې وسله والو طالبانو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.