د افغانستان په ګاونډي هیواد چین کې دخځلو داسې یو سطل جوړ شوی دی چې ښاریان کولی شي د خځلو او کثافاتو د ورغورځولو په بدل کې وړیا انټرنټ ترلاسه کړي.
دا سطل پر وای فای مجهز دی او د چین په چونګ کینګ ښار کې جوړ شوی دی.
دا اله د هرې خځلې د غورځولو په بدل کې کاروونکي ته پنځه میګابایټه وړیا انټرنټ ورکوي او په یوه وخت کې پنځوس کسان کولی شي له دې الې نه ګټه واخلي.
چیني چارواکي وایي چې د دې ابتکار موخه یې داده چې غواړي په دې کار سره ښار پاک وساتي او د هیوادوالو روغتیا یې خوندي وي.