په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ خبرې د خبرو اترو نهم پړاو پای ته رسیدلی؛ ټاکل شوې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سلامشورو لپاره نن کابل ته راشي.
زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:«موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پای ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.»
زلمي خلیلزا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «داسې هوکړې په درشل کې يوو چې زورزياتی راکم کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یو متحد او بااقتداره افغانستان په اړه چې امریکا، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، خبرې وکړي.»
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د سولې خبرو د نهم پړاو د پای ته رسېدو پخلی کړی دی.
سهیل شاهین په تویټر کې ویلي: «د مذاکراتو اوسنۍ دور مو د شپې ناوخته په کامیابي سره پای ته ورساو، البته پدې توافق وشو چې نن دورځې دوه بجې د امریکایي ټيم سره ځینې تخنیکي خبرې هم مکمل کړو.خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ډاډ ورکوم چې داشغال دخاتمې او د افغانستان د مسئلې دسوله ایز حل په درشل کې یو.
د زلمي خلیلزاد پر کندز ښار د وسله والو طالبانوبرید ته په اشارې ویلي چې بین الافغاني خبرې او هر اړخیز د حل لاره ده او ټولې خواوې باید زورزیاتی راکم کړي.
نوموړي په ټویټر کې ویلي: «نن په خبرو کې د کندز برید یاد کړ او طالبانو ته مې وویل چې دغه ډول زورزیاتی باید ودرول شي. سربیره پر دې، جنرال میلر نن د کندز لیدنه وکړه او افغان ځواکونو ته پر مرستې تمرکز کوي چې د ښار دفاع کوي.»