ولسمشر غني د افغانستان له زندانونو د ۲۰۰۰ نورو طالب زندانيانو د ژر خوشې کيدو خبر ورکړى.
ولسمشر غني چې د اتلانتیک شورا ویډیويي کنفرانس کې يې خبرې کولې، د افغانستان د سولې بهير پرمختګ په اړه یې خوښي څرګنده کړې.
په ورته وخت کې بیا زلمي خلیلزاد د افغانستان حکومت او طالبانو لخوا د بین الافغاني خبرو لپاره د چمتوالي هرکلى کړى دى. هغه هم یوه اونۍ کې د زندانیانو خوشې کیدو سره.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند هم ویلي دي چې دوى د پنځه زرو طالب زندانیانو خوشې کیدو په صورت کې بین افغاني خبرو پيلیدو ته چمتو او د زر تنه افغان حکومت زندانیانو خوشې کیدو ته ژمن دي.
افغان دولت تر اوسه د طالبانو ۳زره زندانيان خوشې کړي دي.