په فراه ولايت کې د يوه من يا اوو کیلو گرامو هندواڼې بيه ۷ افغانيو ته لويدلې ده، کوم څه چې ددغه ولايت بزګران يې سخت انديښمن کړي دي.
دوى په فراه کې سړو خونو او بازار له نشتونه سر ټکوي.
د فراه والي محمد شعيب ثابت وايي هڅه کوي چې نورو ولايتونه ته د دغو حاصلاتو د ليږد او پلور زمينه برابره کړي.
د فراه بزګرانو سږ کال له خپلو کروندو څه باندې ۵۰۰ زره ټنه هندواڼې ټولوي، خو د خپلو کړاوونو پايلې زيات نهيلي کړي دي.
کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته د دغو هندواڼو انتقال بيا څو چنده ګران تماميږي.
له ګاونډيو هيوادونو د ميوو وارداتو هم پر داخلي محصولاتو بد اغيز کړى دى.
د فراه د ولايتي غړي له حکومته غوښتي چې د ګاونډيو هيوادونو واردات داې مديريت کړي چې د کورنيو محصولاتو بازار زيانمن نشي.