د عامې روغتیا وزارت نن چهار شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۷۵۸ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۲۶۷ ته رسیدلی دی.
کابل او هرات هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې ۲۹۴ کسان له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي. دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.