د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې په نتيجه کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
دا ماين نن سهار شاوخوا يوولس بجې د ارغستان ولسوالۍ خوشک رود سیمه کې د ملکي وکړو پر موټر چاودلى دى.
د کندهار د پوليسو وياند، جمال بارکزي ويلي دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.