د ښځو یو شمیر ملاتړي بنسټونه وایي د قرنطین ورځو پيلیدو سره په کورونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
دغه بنسټونه وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ځکه کم تر سترګو کیږي، اړوندو بنسټونو کې ډېر کم ثبت شوي دي.
د بشري حقونو کمیسیون وایي په وروستیو څه کم دوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پنځلس قضیې په انلاین ډول ثبت کړي دي.
له یوې میاشتې کمه موده کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بیلګې:
فاریاب کې د یوه سړي له خوا د دوو ښځو په دار ځړول
په کابل کې د یوه کس له خوا په ښکاري ټوپک سره د دوو مېرمنو وژل
بدخشان کې د ورور له خوا د یوې مېرمنې شکنجه کول او وژل
او پکتیا کې د خاوند له خوا د یوې میرمنې د مری پرې کول
دا ټول هغه پيښې دي چې د قرنطین په موده کې رامنځته شوي دي.
د قرنطین پرمهال د بشري حقونو اړوند ادارو تړل کیدل، د دې لامل شوي چې دغه شان قضیې له ثبت نشي.
د دې ترڅنګ، پنځه میاشتې وړاندې هم لویې څارنوالۍ او د ښځو چارو وزارت په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی هېښوونکی بللی و.