د پروان ولایت غوربند درې سیاګرد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۷ تنه د سیمه ییزې اردو سرتیري وژل شوي دي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ویلي طالبانو تیره شپه د پروان ولایت غوربند درې سیاګرد ولسوالی رنګاب کلي انتن پوستې باندې برید کړی دی چې د برید په ترڅ کې ۷ تنه د سیمه اییزې اردو سرتیري وژل شوي او یو تن بل سطحي ټپي شوی دی.
شهکار زیاته کړې چې په دغه برید کې یو طالب اورپکی وژل شوی دی.