د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه په ډله ییز ډول ددغه ولایت په اټغر او دایچوپانو ولسوالیو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
د سيال په خبره، د بریدونو پرمهال ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي او په خبره یې په نښتو کې يو ملي پوليس وژل شوي او د ملي اردو دوه سرتيري ټپيان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
همدا راز نوموړي زیاتوي چې تېره شپه طالبانو د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د شېرغه په سیمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يو کمپ بريد کړی، چې له امله یې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.
دې ته ورته وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندز ښار له دریېو لوریو برید کړی چې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.
ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې په سلګونو طالبانو له درېیو خواوو په کندز ښار برید کړی چې برید د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شاتمبول شوی او زیاتوي چې په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري، خو ورته مهال وسله والو طالبانو د کندز ښار د ځینو برخو د نیولو ادعا کړې ده.
روح الله احمدزی وایي جګړه دامګړې دوام لري. د نوموړي په خبره جګړه ځکه اوږده شوې چې وسله والو طالبان د ولسي وګړو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي؛ د ولسي وګرو د تلفاتو مخنیوی د افغان امنیتي ځواکونو لومړیتوب دی.
ورته مهال د کندز امنیه قومندان وایي، مرستندویه افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلې دي او کندوز ښار اوسېدونکو ته د بشپړ ډاډ خبر ورکوي.