په لغمان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د شیدو د پروسس یوې کارخونې په کار پیل وکړ، چې د شیدو له پروسس نه څو ډوله لبنیات چمتو کوي.
چارواکي وایي په دغه کارخونه کې ۶۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار لګیا دي.
د کارخونې مشران وایي که چیرې د کرونا وبا خطر له منځه لاړ شي، خپل فعالیت نور هم پراخوي.
دغه پروسس خونه کې هره ورځ له کابو ۳۰۰ بزګرانو زر لیټره شیدې پلورل او له پروسس نه وروسته بازار ته وړاندې کیږي.
د لغمان د کرنې ریاست وایي د دغې کارخونې کیفیت او کاروبار څاري او په مهترلام ښار کې یې ورته غرفې هم ورکړي دي.
د کارخونې کار کوونکي وایي دغه کارخونه کې د شیدو سربیره، کوچ، پنیر او کورت بازار ته وړاندې کیږي.
دوی له کورنیو پانګوالو غواړي چې خپلې پیسې په کور د ننه ولګوي.
اظهارالله چې د دریو جریمو ځمکو یو بزګر دی، ویلي هره ورځ د خپلو دوو غواګانو شیدې دغې کارخونې باندې پلوري او له دې کارخونې راضي دی.
لغمان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې ډیری خلک یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.