د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۶۵۸ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۸۳۱ ته رسیدلی دی.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې له دوه سوو زیات کسان له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي. دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.