په فاریاب ولایت کې د یوه طالب قومندان محمد طاهر په کور کې د ماین چاودنې په نتیجه کې د هغه د کور پنځه غړي وژل شوي دي.
دغه طالب قومندان د فاریاب پښتونکوټ ولسوالۍ د تیلان کلي اوسیدونکی و.
۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې چاودنه کې د قومندان طاهر دوه زامن، دوې لوڼې او مېرمن وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې دي چې د اختر له لومړۍ ورځې په ټول هېواد کې اوربند اعلان شوی دی. پرون په کندهار کې هم د سړک غاړې ماین د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي و.