وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندز ښار برید کړی چې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې په سلګونو طالبانو له درېیو خواوو په کندز ښار برید کړی چې برید د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شاتمبول شوی او په خبره یې ۲۶ طالب وسله وال طالبانو وژل شوي دي. داسې په داسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو د کندز ښار د ځینو برخو د نیولو ادعا کړې ده.
ورته مهال د کندز امنیه قومندان وایي، مرستندویه افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلې دي او د کندوز ښار اوسېدونکو ته د بشپړ ډاډ خبر ورکوي او زیاتوي چې جګړه ځکه اوږده شوې چې وسله وال طالبان د ولسي وګړو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي؛ د ولسي وګرو د تلفاتو مخنیوی د افغان امنیتي ځواکونو لومړیتوب دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران کندز ښار ته ورسېدل او په خبره یې په دغه ښار کې وضعیت د ډاډ وړ دی او زیاتوي چې په لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
همهاله د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په کندز د وسله والو طالبانو برید په شاتمبول شوی او زیاتوي چې د برید پرمهال ددغې ډلې د سرې قطعې د یوه قومندان په شمول ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پر کندز د وسله والو طالبانو د برید په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې، د وسله والو طالبانو دغه ډول کړنې په دوحه کې ددغې ډلې له مشرانو سره د ناستې سره په ټکر کې دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانان غواړي جګړه پای ته ورسوي او دوامداره سوله ترلاسه کړي ، خو وسله والو طالبانو یو ځل بیا وښودله چې دغه ډله سولې ته ژمنتیا نه لري.