د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یوه مېرمن او درې ماشومان وژلي دي.
دا چاودنه نن دوشنبه غرمه هغه وخت شوې چې د ملکي کسانو یو بایفور موټر د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته پر لاره و او د تناوچي په شمال ختیځ کې د سړک غاړې ماین باندې برابر شو.
د کندهار ولایت مقام د رسنیو څانګه وایي په دې پېښه کې د یوې مور په شمول د هغې درې تنه ماشومان وژل شوي دي.
د یادې کورنۍ مشر، چي موټر یې چلاوه ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو او افغان حکومت د اختر درې شپو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.