افغان دولت د ۱۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، افغان دولت د ښه نیت له مخې او د سولې پروسې د پرمختګ، په خاصه توګه داوربند د دوام او د مخامخ خبرو د ژر پیل لپاره نن په پروان کي سل تنه طالب زندانیان خوشې کړل.
ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند له اعلان وروسته اعلان وکړ چې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ به ګړندۍ کوي.
افغان حکومت تردې وړاندې کابو زر تنه نور بندیان هم ازاد کړی دي.