د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۵۹۱ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس له دې سره افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته پورته شوی دی.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې له دوه سوو زیات کسان له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.