جلال اباد ښارڅلورمې اړونده سیمه کې د تیلو یو پمپ اور اخیستی لسو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه نن دوشنې شاوخوا دولس نیمې بجې په شیشم باغ سیمه کې د ګازو ډبي د چاودنې له امله شوې دې.
دننکرهار د والي ویاند عطاالله خوږيانى وايي د اور وژنې ټيم سيمې ته رسيدلی، د پېښې له ځايه دوه تنه چې د اور سوزيدو له امله ټپيان شوي، روغتون ته ليږل شوي.
د ننګرهار عامې روغتیا زیاست وایي د سوزیدلو اشخاصو تعداد ۱۰ تنو ته ورسید چې حوزوي روغتون ته راوړل شوي . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى وایي دوه تنه دسختې سوځيدنې له امله وژل شوي او د اتو تنو ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.