د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د روژې میاشتې له پيله تر اوسه ۱۴۴ تنه ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي دي.
په دې بریدونو کې ۴۳۰ تنه نور ملکیان ټپیان شوي هم دي.
د ملي امنیت شورا د روژې میاشتې د ملکیانو مرګ ژوبله داسې ښودلې ده:
لومړۍ اونۍ
وژل شوي ۱۷ تنه
ټپیان ۴۹ تنه
دویمه اونۍ
وژل شوي ۲۵ تنه
ټپيان ۷۴ تنه
دریمه اونۍ
وژل شوي ۷۹ تنه
ټپيان۲۱۸ تنه
څلورمه اونۍ
وژل شوي ۲۵ تنه
ټپیان ۸۹ تنه
د بشر د حقونو کمیسیون هم د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ډیریدو په تړاو اندیښنه ښودلې او طالبان یې د روژې په لومړنیو لسو ورځو کې د ۶۸ تنو ملکیانو د مړینې عاملین بللي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما هم د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کول جنګي جنایت بللی او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې سولې باندې تمرکز وکړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو سره هیله دا وه چې افغانستان کې به د جګړې لمن لنډه شي، خو لیدل کیږي چې دا جګړه نوره هم زیاته شوې ده.